د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد خبر ورکړی چې د دوی د مشر هبت الله آخندزاده د نوي فرمان له مخې په نظامي جوړښت کې بدلونونه راغلي دي. په دې لړ کې څلور نظامي قوماندانان او مرستیالان نویو دندو ته ګومارل شوي دي.
د مجاهد په وینا عبدالوکیل منیب د ۲۱۹ عمر ثالث فرقې د قوماندان په توګه او عزیزالله حقیار د ۲۰۹ الفتح قول اردو د مرستیال په توګه ټاکل شوي دي. دغه راز غلام الله او عبدالواصل نظري ته هم نوي نظامي مسوولیتونه سپارل شوي دي.
د طالبانو حکومت تر اوسه د دې نظامي بدلونونو د اصلي لاملونو او موخو په اړه رسنیو ته کوم وضاحت نه دی ورکړی. دغه بدلونونه په داسې حال کې راځي چې د دوی په نظامي جوړښت کې تل ادلون بدلون راځي.
🌐 #افغانستان #طالبان #نظامي