د فرانسې د فوټبال ملی لوبډلې د ۲۰۲۶ کال د نړیوال جام په سیالیو کې د سویډن لوبډلې ته د درې پر صفر په توپیر سره سخته ماتې ورکړه او د دې هیجان پاروونکو سیالیو بل پړاو ته یې لار پیدا کړه. دا بریا د فرانسوی لوبغاړو لوړ چمتووالی ښیی.
د فرانسې لوبډلې کپتان کیلیان امباپه د دې لوبې ترټولو ځلانده ستوری و چې دوه ښکلی ګولونه یې ووهل. نوموړی په دې درخشش سره په دې سیالیو کې د خپلو ګولونو شمیر شپږو ته ورساوه او د لیونل مسی تاریخی ریکارډ ته ډیر نږدې شوی دی.
د دې په زړه پورې لوبې دریم ګول د فرانسې بل ځوان او با استعداده لوبغاړی بردلی بارکولا د سیالې لوبډلې په دروازه کې ځای پر ځای کړ. اوس د فرانسې ملی لوبډله باید په راتلونکی پړاو کې د پاراګوای لوبډلې سره د یوې سختې سیالۍ لپاره ځان چمتو کړی.
🌐
#ورزش #فوتبال #نړیوال\_جام #فرانسه