د طالبانو حکومت د پېښو پر وړاندې مبارزې ادارې رییس د یوناما له مرستیال سره په لیدنه کې د بشري مرستو په غیر سیاسي ویش ټینګار وکړ. هغه له دې ادارې سره د مرستندویه بنسټونو د لا همغږۍ غوښتنه وکړه.
نورالدین ترابي وویل چې افغانستان د اقلیمي بدلونونو له امله ډیر زیانمن شوی دی. هغه زیاته کړه چې د بیړنیو مرستو سربیره باید د نورو زیانونو د مخنیوي لپاره بنسټیزې پروژې پلي شي.
د ملګرو ملتونو چارواکي هم ژمنه وکړه چې له افغانانو سره به بشري مرستې دوام ولري. سېلابونه او طبیعي پېښې هر کال په بېلابېلو ولایتونو کې زرګونه کورنۍ زیانمنوي.
🌐 #افغانستان #ملګري\_ملتونه #طبیعي\_پیښې #بشري\_مرستې