یوې معتبرې آلمانۍ مجلې په خپل تازه څیړنیز راپور کې افشا کړې چې د آلمان حکومت د خپلو رسمي څرګندونو خلاف د هغو افغان کډوالو ایستل پیل کړي چې هیڅ جرمي مخینه نلري. تر دې وړاندې لوړ پوړو حکومتي چارواکو تل ادعا کوله چې یوازې خطرناک مجرمین به خپل بحران ځپلي هیواد ته بیرته استول کیږي.

تاز مجلې په دوام کې لیکلي دي چې لږ تر لږه پنځه افغان کډوال چې په خپلو دوسیو کې هیڅ ډول جرمي مخینه نلري همدا اوس د دې هیواد د اخراج په ځانګړو توقیف خونو کې ساتل کیږي. د آلمان حکومت قصد لري چې دا په بشپړه توګه بې ګناه کسان ډیر ژر د ځانګړو چارتر الوتنو له لارې په زوره وباسي.

له آلمان څخه د افغان کډوالو د ایستلو لانجمنه لړۍ د طالبانو حکومت تر واک ته رسیدو وروسته د څه مودې لپاره ځنډول شوې وه، خو پدې وروستیو کې بیا چټکه شوې ده. تر اوسه له دوه سوه ډیر افغان کډوال د ډیرو مالي لګښتونو سره د څو چارتر الوتنو له لارې له دې اروپایي هیواد څخه مخامخ کابل ته بیرته لیږل شوي دي.

🌐 #کډوال #افغانستان #آلمان #پناه\_غوښتونکي

Author