په افغانستان کې د کاري فرصتونو په کمیدو سره، په بامیان ولایت کې یو شمیر میرمنو خیاطۍ او د لاسي صنایعو جوړولو ته مخه کړې ده. دوی د دې کار له لارې هڅه کوي چې د خپلو کورنیو لګښتونه پوره کړي.
دغو میرمنو څخه ځینې وايي چې د محدود بازار او اقتصادي ستونزو سره سره سخت کار کوي. صدیقه یوه له دغو میرمنو ده چې وايي په کور کې یې څلور تنه له همدې لارې ډوډۍ خوري او لږ عاید لري.
په بامیان کې کارګرې میرمنې وايي چې د پسرلي په موسم کې د ګرځندویانو د راتګ له امله د دوی کار او عاید ښه کیږي. دا میرمنې په ډیر زیار سره غواړي د کورنۍ په اقتصاد کې مهم رول ولوبوي.
#بامیان #میرمنې #افغانستان
🌐