ملګرو ملتونو په خپل نوي درې میاشتني راپور کې اعلان کړی چې د طالبانو حکومت لاهم افغان اتباعو ته فزیکي سزاګانې ورکوي. دې مسلې په نړیواله کچه د بشري حقونو اندیښنې زیاتې کړې دي.

د دې راپور پر بنسټ، د روان کال له اپریل څخه تر جون میاشتې پورې د طالبانو حکومت لخوا لږ تر لږه یو سلو اووه دیرش کسان په درو وهل شوي دي. په دې کسانو کې یو سلو دولس سړي او پنځه ویشت ښځې شاملې دي.

سره له دې چې د دې سزاګانو رسمي اعلانونه د پام وړ کم شوي دي، خو راپورونه ښیي چې یو شمېر کسان لاهم د عامو خلکو په وړاندې په درو وهل شوي دي.

#افغانستان #بشري\_حقونه #ښځې #عدالت

🌐

Author