د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان پلازمینې کابل ته د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام د نوي استازي تورهان صالح د رسیدو خبر ورکړ. هغه له امیرخان متقي سره په یوه رسمي لیدنه کې د پراختیایي همکاریو او د دې بنسټ د لومړیتوبونو په اړه خبرې وکړې.

په دې مهمه ناسته کې د راستنیدونکو کډوالو د ادغام او د کرنې او روغتیا په برخو کې د همکارۍ په ګډون کلیدي موضوعات وڅیړل شول. همدارنګه د بزګرانو لپاره د بدیل معیشت رامینځته کول او د اقلیم د بدلون سره د مبارزې لارې چارې د دې بنسټ د پروګرامونو په لومړیتوب کې دي.

د ملګرو ملتونو نوي استازي د افغانانو له اساسي او بیړنیو اړتیاوو سره د پراختیایي پروګرامونو پر دقیقې همغږۍ ټینګار وکړ. تورهان صالح په تیرې میاشت کې په هیواد کې د دې بنسټ د نوي استازي په توګه خپل ماموریت رسما پیل کړی دی.

#افغانستان #ملګري\_ملتونه #اقتصاد #پراختیا

🌐

Author