د جرمني حکومت یو دیرش افغان اتباع د لایپزیګ له هوایی ډګر څخه په یوه چارټر الوتکه کې مخامخ کابل ته اخراج کړل. جرمني رسنیو راپور ورکړی چې له دې کسانو څخه دیرشو تنو په خپلو دوسیو کې د جرمي محکومیت مخینه درلوده.

دا د طالبانو د حکومت واک ته له رسیدو راهیسې لومړی ځل دی چې جرمني یو افغان له کومې جرمي مخینې پرته هم اخراجوي. د جرمني د کورنیو چارو وزیر اعلان کړی چې دا کس په یوه بل اروپایي هیواد کې د غیر قانوني استوګنې له امله شړل شوی دی.

جرمني چارواکو ټینګار کړی چې د هغو کسانو د اخراج بهیر به دوام ولري چې د دې هیواد امنیت ته ګواښ ګڼل کیږي. دا پریکړې تل په ټوله نړۍ کې د بشري حقونو د ملاتړو بنسټونو له ژورو اندیښنو سره مل وې.

#افغانستان #کډوالي #جرمني #بشري\_حقونه

🌐

Author