د ایران سپاه پاسداران اعلان وکړ چې په اردن هیواد کې یې د امریکا متحده ایالاتو پوځي اډه په بالستیک توغندیو په نښه کړې ده. دا ناڅاپي برید د دواړو لورو ترمنځ د نښتو له لنډمهاله ځنډیدو یوازې څلور ورځې وروسته رامنځته شو.
د سپاه پاسداران د هوا فضا ځواک قوماندانۍ ټینګار کړی چې دا اقدام د امریکایي ځواکونو د ګواښونو او ناوړه کړنو په غبرګون کې ترسره شوی دی. دوی خبرداری ورکړی چې د دې ګواښونو تر دوام پورې به د امریکا د ګټو پر وړاندې مقاومت ونه دریږي.
په ورته وخت کې د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ تایید کړې چې د ایران لخوا توغول شوي ټول توغندي په بریالیتوب سره شنډ او له منځه وړل شوي دي. تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر د جګړې د پای ته رسولو لپاره د دوستانه خبرو اترو د دوام خبر ورکړی و.
#نړۍ #منځنی\_ختیځ #ایران #امریکا
🌐