د ناروې پولیسو یو څلور دېرش کلن افغان د خپلې ناروېژۍ ملګرې پر وژنه تورن کړی دی. دا ځوانه ښځه روغتون ته له لېږدول کېدو وروسته د سختو ټپونو له امله مړه شوه.
دغه سړی تر دې وړاندې هم د یوې بلې ښځې پر وړاندې د کورني تاوتریخوالي له امله په یوه کال او دوو میاشتو بند محکوم شوی و. دې قضیې د کورني تاوتریخوالي شکایتونو ته د پولیسو د رسیدګۍ د څرنګوالي په اړه نوي بحثونه راپورته کړي دي.
تورن کس د وژنې تور په کلکه رد کړی او ادعا کوي چې قرباني له روغتیايي ستونزې سره مخ شوې وه. له دې سره سره جنايي پلټنې لا هم روانې دي ترڅو محکمې ته د دې زړه بوږنوونکې پېښې کره جزییات روښانه شي.
#افغانستان #ناروې #کډوالي
🌐