د طالبانو حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد د سازمان ملل د امنیت شورا د بندیزونو کمیټې لخوا د پنځو لوړپوړو طالب مقاماتو د هویتي معلوماتو تازه کول د تیرو ناکامو سیاستونو دوام وباله او وویل چې دا بندیزونه تل بې اغیزه وو.
مجاهد د جمعې پر ورځ، د اسد پر نهمه، د طالبانو د ملي تلویزیون سره خبرو کې وویل چې امنیت شورا باید د جګړې د دورې سیاستونه پریږدي او ټینګار یې وکړ چې د بندیزونو له امله باید د هیچا حقوق نه سرغړول کیږي.
د سازمان ملل تازه شوي لیست کې د کورنیو وزیر، د حج او اوقافو وزیر، د معادنو او پترولیم وزیر، د استخباراتو لوی رئیس او د هرات د طالبانو د ښاروال نومونه شامل دي. امنیت شورا وویل چې دا بدلونونه یوازې اداري بڼه لري.
#طالبان #سازمان\_ملل #بندیزونه #افغانستان #مجاهد
🌐