حمیده، د هرات یوه پنځوس کلنه کونډه ښځه، هره ورځ د کروخ ولسوالۍ د خواجه چهارشنبه د ځنګل سیمې غرونو ته ځي ترڅو درمل بوټي راټول کړي او د خپلو ماشومانو د لګښتونو لپاره یې وپلوري. بله هیڅ کار ورته نشته او هره ورځ پدې خطرناکه سیمه کې کار کوي.

حمیده د غرونو بوټي راټولوي، پلاستیکي کڅوړو کې یې بسته بندي کوي او د تفریح لپاره راغلو خلکو ته یې پلوري. هغه وایي چې هر کیلو یې دوه سوه افغانۍ پلوري ترڅو د ماشومانو لګښتونه پوره کړي.

د هرات ښار له ۷۵ کیلومتره لرې د خواجه چهارشنبه ځنګلي سیمه د لویدیځ افغانستان د اوسیدونکو لپاره یوه مشهوره تفریحي ځای ده. د تفریح په ورځو کې دا سیمه د حمیده غوندې ځایي اوسیدونکو لپاره هم د کار ځای ګرځي چې د ژوند لپاره مبارزه کوي.

#افغان\_ښځې #هرات #فقر #د\_ښځو\_کار #افغانستان

🌐

Author