د امریکا او پاکستان د ضد ترهګرۍ خبرو اترو څلورمه دوره د اسد د ۱۳مې نیټې سه شنبه ورځ واشنګټن کې وشوه. دا غونډه د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو د لوړپوړو مسوولینو لخوا مشري کیده.
دواړو خواوو د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې، د سرحدي امنیت او د افراطي ډلو د ملاتړ شبکو د ماتولو لپاره د همکارۍ پیاوړتیا باندې ټینګار وکړ. ګډه اعلامیه کې دواړو هیوادونو د داعش خراسان، القاعده، تحریک طالبان پاکستان او د بلوچستان د آزادۍ اردو پر وړاندې د مبارزې ژمنه وکړه.
دواړو حکومتونو د خپلو وګړو د امنیت ساتلو او د سیمه ییز سولې او ثبات د ترلاسه کولو لپاره د ضد ترهګرۍ همکارۍ د دوام ژمنه وکړه.
#امریکا #پاکستان #ضد\_ترهګري #سیمه\_ییز\_امنیت
🌐