د طالبانو حکومت د خپل واک د پنځمې کلیزې پر مناسبت د ملي راډیو تلویزیون تالار کې د شعر لوستلو پروګرام جوړ کړ. د دې مراسمو له خپرو شویو انځورونو ښکاري چې ډیری طالب چارواکي خپلو سمارټ ګوښیو ته مصروف وو.
دا هغه وخت دی چې د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده د یوه شفاهي حکم له لارې د طالبانو غړو او دولتي کارمندانو لپاره د سمارټ ګوښیو کارول منع کړي او سرغړوونکو ته یې د پوځي محکمو ګواښ کړی دی. د دې فرمان له صدور وروسته ځینو ټیټ رتبه کارمندانو خپلې ګوښۍ مات کړې او انځورونه یې ټولنیزو رسنیو ته خپاره کړل.
دولتي کارمندان وایي چې د واټس اپ او بریښنالیک غوندې وسیلو له لرې کیدو سره د اداري مکاتبو لوی برخه عملاً ودریدلې ده. د سمارټ ګوښیو بنډیز د طالبانو د چارواکو ترمنځ د جدي اختلاف یو موضوع ګرځیدلی دی.
#طالبان #سمارټ\_ګوښي #هبت\_الله\_اخندزاده #افغانستان #د\_طالبانو\_کلیزه
🌐