د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت د اسد ۲۸ نیټه د افغانستان د خپلواکۍ د یوسوه اووه مې کلیزې په مناسبت عمومي رخصتي اعلان کړه. له دې وړاندې د اسد ۲۴ نیټه هم د «امریکا او ملګرو پر وړاندې د بریا» د ورځې په نوم رخصتي وه او کابل او ولایتونو کې مراسم وشول.
۱۰۷ کاله وړاندې امان الله خان د بریتانیا له استعمار څخه د افغانستان خپلواکي تر لاسه کړه. طالبانو پخوانیو کلونو کې دا ورځ د امان الله خان د کارونو له یادولو پرته ولمانځله.
تیرو کلونو کې طالبانو ډیری ځوانان د ملي بیرغ پورته کولو یا ټولنیزو رسنیو کې خپرولو له امله بندیان کړي وو. دا ضد او نقیض چلند د خپلواکۍ کلیزې پر وخت لا دوام لري.
#د\_افغانستان\_خپلواکي #طالبان #عمومي\_رخصتي #امان\_الله\_خان