د طالبانو حکومت د استخباراتو درې غړي د نورستان ولایت کې د ځایي اوسیدونکو لخوا د جنسي تیري د هڅې تور لاندې ونیول شول. بندیان سهیل احمد، قاري همدرد او قاري اسرار دي چې درواړه د نورستان کې د طالبانو د استخباراتو لوړ پوړي چارواکي دي.

سرچینې وايي دا درواړه نږدې یوه اونۍ وړاندې هم د سیند غاړه ته هلته چې نورستاني نجونې کالي مینځلې، د جنسي تیري هڅه کړې وه. د طالبانو ځایي اداره ادعا کوله چې دوی ماهي نیولو ته تللي وو.

بندیانو د کلي شورا غونډه کې تورونه ومنل او ووېل چې حتی د جریمې په توګه لس غواوې ورکولو ته چمتو دي. د کلي شورا د دوی د رسمي سزا غوښتنه کړې، خو طالبانو تر اوسه هیڅ رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

#بشري\_حقوق #نورستان #طالبان #جنسي\_تیری #افغانستان

Author