د بادغیس ولایت مرکز کې د طالبانو د استخباراتو ځواکونو دوه کسان د ډزو پواسطه ووژل. د بادغیس د طالبانو د امنیه فرماندهۍ ویاند د دوو کسانو وژل تایید کړل او دوی یې د «د شر او فساد ډلې» غړي وبلل.
د ویاند د وینا له مخې، دا دوه کسان د اسد د ۲۸مې د سهار شاوخوا ۴ بجې د قادرس بندر سیمه کې د طالبانو د چک پوسټ ته د لاسبم د پرتاب پر مهال ووژل شول. د وژل شوو کسانو هویت لاهم روښانه نه دی.
طالبان خپل وسله وال مخالفین د «شر او فساد ډلې» سره یادوي. دوی مخکې هم کابل کې له لسو زیاتو کسانو سره ورته چلند کړی و. خپلواکو رسانو دا ادعاوې تر اوسه تایید نه دي کړي.
#بادغیس #طالبان #بشري\_حقوق #افغانستان #اعدام
🌐