د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده د امنیتي کمېسیون په غونډه کې د بې پروایۍ او غفلت د مخنیوي غوښتنه وکړه. هغه له مسؤلینو وغوښتل چې خپلې دندې په سمه توګه ترسره کړي.په دې غونډه کې د طالبانو جګپوړو چارواکو د پخوانیو پرېکړو د پلي کېدو او د طرحو د ارزونې په اړه بحث وکړ. د طالبانو مشر همداراز له خلکو سره پر نېک چلند ټینګار وکړ.دا ناسته په داسې حال کې کېږي چې په کندهار کې د امنیتي غونډې او د سرحدي ترینګلتیاوو راپورونه ورکړل شوي دي. د سرحدي نښتو او مخالفینو د بریدونو په اړه د هغه کره څرګندونې نه دي خپرې شوې.#طالبان #امنیت #کندهار #افغانستان

🌐

Author