د نیمروز ولایت د دلارام ولسوالۍ له دوو سیمو نه د «ایمل خان» او «قدرت الله» نومو دوو ځوانانو جنازې وموندل شوې. سیمه ییزو سرچینو وویل چې دواړه ځوانان «له رازناکه توګه» وژل شوي دي.

د ایمل خان جنازه د دلارام له «خالي نمرو» سیمې او د قدرت الله جنازه د «بازار شاه» سره نږدې له یوې غونډۍ نه وموندل شوه. د وژنو د لاملونو پیژندلو لپاره هیڅ شواهد نه دي موندل شوي.

د نیمروز د طالبانو سیمه ییز چارواکو تر اوسه پورې د دې وژنو پر اړه هیڅ موقف نه دی نیولی. افغانستان کې هره اونۍ له بیلابیلو سیمو نه رازناکې وژنې راپور کیږي خو طالبان معمولاً خاموشي ساتي.

#نیمروز #رازناکه\_وژنه #دلارام #افغانستان #بشري\_حقوق

🌐

Author