د طالبانو د پولیسو قوماندانۍ ویاند په تخار کې وویل چې د تالقان ښار د صراف نقیب الله د وژنې په اړه څلور تنه نیول شوي دي.
نقیب الله شاوخوا دوه میاشتې وړاندې په تالقان کې په ډزو وژل شوی و. نیول شوي کسان منلې چې هغه یې د څلورو زرو ډالرو په بدل کې وژلی دی.
د پولیسو چارواکي وایي چې په دې اړه تحقیقات دوام لري. #تخار #وژنه #طالبان\_پولیس 🌍