په پروان ولایت کې ځايي سرچینې وايي، د طالبانو د استخباراتو لخوا د سالنګ ولسوالۍ د ۱۸ اوسېدونکو له نیول کېدو څه باندې یوه میاشت وروسته، د هغوی کورنۍ لا هم د دوی له برخلیک څخه بې
خبره دي. د نیول شویو کسانو د خپلوانو په وینا، طالب چارواکي د دغو کسانو نیول کېدل ردوي.
دا کسان، چې د سالنګ ولسوالۍ د "کوکلامي" کلي اوسېدونکي دي، څه باندې یوه میاشت وړاندې "د طالبانو له مخالفینو سره د همکارۍ" په تور نیول شوي وو. ولسي سرچینو د دوشنبې په ورځ، د لړم په ۱۱مه، افغانستان انټرنشنل ته وویل چې کورنیو یې له پرله
پسې پلټنو سره سره د خپلو خپلوانو د ساتنې ځای یا وضعیت په اړه هیڅ معلومات نه دي ترلاسه کړي.
د کلي یوه اوسېدونکي ویلي چې پلار، تره، زوی او په مجموع کې یې د کورنۍ شپږ غړي په نیول شویو کې دي، خو طالبان هیڅ معلومات نه ورکوي. د طالبانو لخوا دا بې
خبري او انکار د کورنیو اندېښنې نورې هم زیاتې کړي دي.
د یو شمېر نیول شویو هویت خدایار، میرالله، دوست محمد، ګل سعید، حسام الدین، حمید خان، خیرالله، انور، سید رحمان او فضل الرحمان اعلان شوی دی. ویل کېږي چې په نیول شویو کې د پخواني حکومت یو شمېر پوځیان هم شامل دي.
دغو کورنیو د بشري حقونو له بنسټونو او نړیوالو سازمانونو غوښتي چې د خپلو خپلوانو د برخلیک روښانه کولو او د هغوی د ساتنې ځای معلومولو لپاره څېړنه او اقدام وکړي. دوی په طالبانو زندانونو کې د خپلو عزیزانو امنیت او روغتیا ته اندېښمن دي.
دا پېښه د طالبانو لخوا د خپل
سرو نیونو، جبري تری تم کېدو، او ځواب نه ویلو یوه بله بېلګه ده، چې په وار وار د بشري حقونو د سازمانونو لخوا راپور ورکړل شوی دی. دې سازمانونو د هغو بندیانو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې چې د خپلواکو بنسټونو له څارنې پرته ساتل کېږي.
ډېرې داسې پېښې شتون لري چې کورنیو له میاشتو یا حتی کلونو وروسته د خپلو خپلوانو له برخلیک څخه خبر شوي، او په ځینو مواردو کې یوازې د هغوی جسدونه ورته سپارل شوي دي. دې وضعیت د خلکو ترمنځ وېره او بې
باوري نوره هم ژوره کړې ده.
سرچینه: افغانستان اینترنشنال
🌐