د ملي مقاومت جبهې د بدخشان په یفتل پایان ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوې پوستې برید کړی.

په دې ۴۰ دقیقەییزه نښته کې درې طالبان ټپیان شوي او مقاومت ځواکونو ته زیان نه دی رسېدلی.

د طالبانو ویاندویانو تر دې وړاندې په بدخشان کې جنګي راپورونه تشې پروپاګندې بللې وې.

#بدخشان #مقاومت_جبهه #طالبان

Author