په ننګرهار ولایت کې د ځمکې د ملکیت پر سر د دوو کورنیو ترمنځ نښته کې څلور کسان وژل شوي او سه نور ټپیان دي.
د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند وویل چې امنیتي ځواکونو دوه تنه د پېښې په تړاو نیولي او ټپیان یې روغتون ته لېږدولي دي.
د دې خونړۍ پېښې په اړه څېړنې روانې دي. په ولایتونو کې حقوقي ستونزو ته نه پاملرنه د داسې نښتو اصلي لامل ګڼل کېږي.
🌐 #ننګرهار #مرګ_ژوبله #اخبار #افغانستان