په قندهار کې یوه سپین ږیري افغان رسنیو ته ویلي چې د بېکارۍ او د کور د کرایې د نشتوالي له امله مجبور شوی له خپلې کورنۍ سره تر خېمې لاندې ژوند وکړي. هغه زیاتوي چې ورځنۍ عاید یې د ډوډۍ پیدا کولو بسنه نه کوي.

د قندهار ښار یو شمېر نور اوسېدونکي هم د اقتصادي بحران او د کاري فرصتونو له نشتوالي څخه شکایت کوي. د دوی په وینا، بازارونه خراب شوي او حتی هغه کسان چې کار کوي، د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو وس نه لري.

د قندهار ترڅنگی په هلمند، زابل او ارزګان ولایتونو کې هم خلک له ورته ستونزو سره مخ دي. د دغو ولایتونو اوسېدونکي له طالبانو غواړي چې د بېکارۍ کمولو او د روزګار برابرولو لپاره بيړني ګامونه پورته کړي.

#قندهار #افغانستان #بېکاري #فقر #اقتصاد #سیمه ییز_رویدادونه
🌐 zarintv.com