د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي وویل چې دواړه اسلامي نړۍ او لویدیځ له دوی غوښتي چې د نجونو مکتبونه پرانیزي.

هغه زیاته کړه چې د افغانستان په اړه باید د لویدیځ په سترګه قضاوت ونه شي خو په ورته وخت کې نړیوال بنسټونه د نجونو پر زدکړو بندیز د بشري حقونو لویه سرغړونه بولي.

نړیوالې ټولنې په وار وار د ښځو د حقونو د خوندیتوب غوښتنه کړې ده.

#د_ښځو_حقونه #تعلیم #افغانستان

Author