د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني، ساجد خوګیانی د ننګرهار ولايت د خوګیاني ولسوالۍ د امنیه قوماندان په توګه وټاکه.
ساجد خوګیاني چې د حقاني شبکې ته نږدې یو رسنیز کس دی، مخکې له دولتي څوکیو لیرې شوی و او تر یوې مودې پورې له دندو لیرې پاتې شو.
دا ټاکنه په داسې حال کې کیږي چې په طالب واکمنۍ کې د داخلي اختلافاتو په اړه ګڼې تبصرې شتون لري.
#طالبان #ننگرهار #اداري_بدلونونه