د بلخ او سمنگان ترمنځ په لویه لاره د دوو موټرو د ټکر په پایله کې یوه ۷۲ کلنه ښځه مړه شوه او درې تنه نور ټپیان شول. په سمنگان ولایت کې د طالبانو امنیتي چارواکو د پیښې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي بللې ده.brbrدا پیښه د خلم ولسوالۍ په اړوند سیمو کې شوې او د یو موټر چلوونکی هم د ټپیانو په ډله کې دی. امنیتي مسوولین د پیښې په اړه پلټنې کوي.brbrترافیکي پیښې ه کال په افغانستان کې د لسګونو کسانو ژوند اخلي چې خراب سړکونه او د چلوونکو بې احتیاطي یې عمده لاملونه بلل کیږي.br#ترافیکي_پیښې #سمنگان #بلخ #طالب_حکومت

Author