د پاکستان پوځ وايي، په کندهار کې د طالبانو والي ملا شیرین شاوخوا یوه میاشت وړاندې د بلوڅو وسله

والو، تحریک طالبان پاکستان او القاعده د استازو د ګډې غونډې کوربه

توب کړی دی. د پاکستان د پوځ د ویاند د ادعا له مخې، د دې غونډې موخه په پاکستان کې د بریدونو د زیاتوالي لپاره د دغو ډلو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کول وو.

شریف چودري د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې دا غونډه د وږي په ۴مه په کندهار کې جوړه شوې وه. هغه وویل چې په دې غونډه کې د بلوچستان د ازادۍ پوځ، په هند شبه

قاره کې د القاعده شبکې او د تحریک طالبان پاکستان د یوه قوماندان حافظ ګل بهادر ډلې استازو ګډون کړی و.

د چودري په وینا، دغو ډلو د خپلمنځي همغږۍ او د ځواکونو د راټولولو په اړه خبرې اترې وکړې. هغه زیاته کړه، کله چې دا ډلې په جلا توګه فعالیت کوي، "سخت زیانمن کیږي" او له همدې امله یې پریکړه کړې چې له یو بل سره همغږي شي.

د پاکستان د پوځ ویاند ادعا وکړه چې د بلوڅو وسله

والو استازو ویلي چې ډله یې د ځواکونو په جذب او جګړه کې له ستونزو سره مخ ده او له حافظ ګل بهادر څخه یې غوښتي چې دوی ته انساني ځواک ورکړي. چودري ادعا وکړه چې ټاکل شوې وه دغه کسان د بلوچستان د ازادۍ پوځ جامې واغوندي او د دغې ډلې په بریدونو کې برخه واخلي.

هغه وویل، د بلوچستان د ازادۍ پوځ او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ له ایډیالوژیک پلوه کوم مشترک ټکی نشته، خو "پیسې او د طالبانو رژیم" د دغو بېلابېلو ډلو د راټولېدو لامل دی.

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې په وروستیو میاشتو کې د تحریک طالبان پاکستان او بلوڅو بېلتون غوښتونکو ډلو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ د زیاتوالي په اړه راپورونه خپاره شوي او د بلوچستان په پښتون میشتو سیمو کې هم وسله وال بریدونه زیات شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تر دې وړاندې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد د وسله والو ډلو د فعالیتونو ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي چې د طالبانو چارواکي د دا ډول فعالیتونو اجازه نه ورکوي. هغه دا راپورونه "اوازې او تبلیغات" بللي چې د دوی د ډلې د بدنامولو لپاره کیږي.

سرچینه: د پاکستان پوځ

🌐

Author