د جي اووه (G7) غړو هېوادونو د سون

توکو د بیو له لوړوالي او د انرژۍ په عرضه کې له خنډونو سره د مبارزې لپاره له خپلو ستراتیژیکو زېرمو څخه د ۱۰۰ میلیونه بوشکې اومه تېلو او ډیزلو پرېښودو سره موافقه وکړه. دا پرېکړه د امریکا د فشارونو په پایله کې او د ایران د جګړې له امله د انرژۍ پر نړیوالو بازارونو د اغېزو په ځواب کې شوې ده.

د جي اووه مشرانو د جمعې په ورځ، د میزان په لسمه، له یوې ویډیویي غونډې وروسته اعلان وکړ چې دا اقدام به سمدستي د انرژۍ د نړیوالې ادارې په همغږۍ پیل شي او څلور میاشتې به دوام وکړي. ټاکل شوې چې د ډیزلو زېرمو یوه لویه برخه په لومړیو ۲۰ ورځو کې بازار ته وړاندې شي ترڅو پر بیو سمدستي اغېز وکړي.

د رویټرز د راپور له مخې، د ډونالډ ټرمپ ادارې له دې وړاندې له فرانسې او جرمني غوښتي وو چې خپلې بېړنۍ ډیزل زېرمې خوشې کړي او ګواښ یې کړی و چې که همکاري ونه کړي، اروپا ته به د امریکا د ډیزلو صادرات محدود کړي. په وروستیو کلونو کې اروپا له امریکا څخه د ډیزلو پر وارداتو ډېره تکیه کړې ده.

ټرمپ هم د جمعې په ورځ په خپل ټولنیز شبکه "ټروت سوشال" کې تایید کړه چې اروپایي هېوادونو د "لوی مقدار" ډیزل زېرمو په خوشې کولو موافقه کړې ده. له دې پرېکړې مخکې، د اروپايي ټولنې غړو د فرانسې هغه وړاندیز څېړلی و چې له مخې یې له اروپايي زېرمو ۵۰ میلیونه بوشکې ډیزل او د انرژۍ د نړیوالې ادارې له غړو څخه ۵۰ میلیونه بوشکې اومه تېل خوشې شي.

په وروستیو میاشتو کې د ایران جګړې، د روسیې د نفتي تولیداتو د صادراتو محدودیت او د چین د سون

توکو د صادراتو د درېدو په څېر عواملو له امله د ډیزلو نړیواله عرضه له کمښت سره مخ شوې ده. د جي اووه له پرېکړې وروسته، د امریکا او اروپا په بازارونو کې د ډیزلو بیې راټيټې شوې.

سرچینه: رویټرز

🌐

Author