د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش ټاکل شوې چې د سې شنبې په ورځ، د میزان په ۱۴مه، په یوه رسمي سفر پاکستان ته ولاړ شي او د دغه هېواد له لوړ پوړو چارواکو سره پر مهمو سیمه ییزو او دوه اړخیزو مسایلو خبرې وکړي. دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو د حکومت ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی دی.

د اعلان شوي مهالوېش له مخې، ښاغلی ګوتریش به په اسلام اباد کې له لومړي وزیر شهباز شریف، د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار، او ولسمشر اصف علي زرداري سره وګوري. دا سفر د پاکستاني چارواکو په رسمي بلنه ترسره کېږي.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د خبرو یو مهم محور به د امریکا او ایران ترمنځ د منځګړیتوب لپاره د دغه هېواد ډیپلوماتیکې هڅې وي. ملګرو ملتونو تر دې مخکې د تهران او واشنګټن ترمنځ د تاوتریخوالي په کمولو او د خبرو اترو په پرمخ بیولو کې د اسلام اباد د رول هرکلی کړی و.

پاکستان د امریکا او ایران ترمنځ د شخړو له پیل راهیسې، د منځګړیتوب لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړې او د دواړو لورو ترمنځ د مستقیمو خبرو کوربه و. که څه هم دا هڅې د یوه لنډمهاله اوربند تړون لامل شوې، خو دا تړون د جولای په میاشت کې له منځه لاړ.

د ګوتریش سفر د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تاوتریخوالي له زیاتېدو سره هممهاله دی. پاکستان په وروستیو اونیو کې د افغانستان په خاوره کې څو هوايي بریدونه کړي دي. ملګرو ملتونو په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې د اکټوبر په لومړۍ نېټه په کونړ او هلمند ولایتونو کې په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ ملکي وګړي، چې ډېری یې ماشومان وو، وژل شوي دي. پاکستان ادعا کوي چې په دې بریدونو کې یې د وسله والو مرکزونه په نښه کړي دي.

دا په تېرو څلورو کلونو کې پاکستان ته د ښاغلي ګوتریش دویم سفر دی. هغه په ۲۰۲۲ کال کې د سېلاب ځپلو سیمو د لیدو لپاره دغه هېواد ته تللی و. په راتلونکي سفر کې به هغه د پاکستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې له ملي ادارې او همدارنګه په هند او پاکستان کې د ملګرو ملتونو د پوځي څارونکې ډلې له مرکزي دفتر څخه هم لیدنه وکړي.

دا سفر د انتونیو ګوتریش د سرمنشي د دویمې او وروستۍ دورې په وروستیو میاشتو کې ترسره کېږي. د هغه کاري دوره د ۲۰۲۶ کال د ډسمبر په ۳۱مه پای ته رسېږي او راتلونکی سرمنشي به د ۲۰۲۷ کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه خپله دنده پیل کړي.

سرچینه: ملګري ملتونه

🌐

Author