د افغانستان د ورزش ادارې او جودو فدراسیون مسؤلینو د روسیې د جودو فدراسیون له استازو سره په هېواد کې د دې ورزشي څانګې د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
د دې خبرو موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ورزشي همکاریو پیاوړتیا او د افغان لوبغاړو لپاره د نویو فرصتونو رامنځته کول دي.
په دې لیدنه کې دواړو لورو د جودو ورزش د بنسټونو پر پراختیا او د فني او روزنیزو تجربو پر تبادلې ټینګار وکړ.
بلخوا، د روسیې د جودو فدراسیون د رییس سلاکار نظیر ګالایف په افغانستان کې د دې ورزشي څانګې د پراختیا لپاره یو لړ وړاندیزونه مطرح کړل. هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو لیګونو جوړول او په روسیه کې د افغان جودوکارانو لپاره د تمریناتو د زمینې برابرول د وړاندیز شویو پروګرامونو په توګه یاد کړل.
ګالایف ټینګار وکړ چې دا پروګرامونه کولی شي د افغان جودوکارانو د فني کچې په لوړولو کې مرسته وکړي او هغوی نړیوالو سیالیو ته د بریالي ګډون لپاره چمتو کړي.
د افغانستان جودو فدراسیون د دغو وړاندیزونو هرکلی کړی او هیله یې څرګنده کړې چې دا همکارۍ به ډېر ژر عملي بڼه خپله کړي.
سرچینه: د افغانستان ورزش اداره
🌐