په هلمند ولایت کې ځايي سرچینې وايي، د تریاکو د یوې کڅوړې پر سر د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ په وسله واله نښته کې ۱۱ تنه وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د ۸صبح ورځپاڼې د راپور له مخې، دغه نښته د سه‌شنبې په ورځ د هلمند ولایت په بهرامچه ولسوالۍ کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ د ځانګړې قطعې او د عبدالاحد طالب په مشرۍ د «هبت» قطعې ترمنځ رامنځته شوې ده.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، د طالبانو د امنيه قوماندانۍ اړوند جنګياليو د ترياکو يوه جوپه چې له پاکستان څخه د بهرامچې له لارې هلمند ته قاچاق کېده، نيولې وه. خو له هغه وروسته، عبدالاحد طالب، چې یو ځواکمن سیمه ییز قومندان دی، د امنیه قومندانۍ ځواکونو ته امر وکړ چې تریاک قاچاقبرانو ته بېرته وسپاري او هغوی خوشې کړي.

کله چې د امنيه قومندانۍ ځواکونو د دغه امر له اجرا کولو څخه ډډه وکړه، شخړه په وسله واله نښته واوښته. سرچینې وايي، د دغې نښتې په پایله کې د ۱۱ طالب جنګیالیو جسدونه او څلور ټپیان د بهرامچې پوځي روغتون ته لېږدول شوي دي.

دغه پېښه یو ځل بیا د نشه يي توکو په سوداګرۍ کې د طالبانو د ځينو قوماندانانو رول په ډاګه کوي. ځايي سرچينې وايي، عبدالاحد طالب له پاکستان څخه افغانستان ته د ترياکو په قاچاق کې پراخه ونډه لري او دغه توکي وروسته د هېواد بېلابېلو سيمو او له هغه ځايه ايران ته قاچاق کېږي.

۸صبح ورځپاڼې هم ویلي چې پخوا یې په یوه تحقیقي راپور کې موندلې وه چې عبدالاحد طالب د تریاکو د قاچاقبرانو په منځ کې ځانګړی ځای لري. دا کورنۍ جګړه د طالبانو په لیکو کې ژور اختلافات او فساد په ګوته کوي، په ځانګړې توګه د قاچاق د ګټورو لارو د کنټرول په اړه.

سرچینه: ۸صبح ورځپاڼه

🌐

Author