د پروان ولایت ځايي سرچینې وايي چې د دغه ولایت په جبل السراج ولسوالۍ کې د یوه پنځوس کلن سړي جسد موندل شوی دی. دې پېښې په سیمه کې د ناامنۍ او جنایي جرمونو د زیاتوالي په اړه اندېښنې زیاتې کړي دي.
د ۸صبح ورځپاڼې د راپور له مخې چې له ځايي سرچینو سره یې خبرې کړي، د دغه سړي جسد د پنجشنبې په ورځ، د تلې ۲۳مه، سهار شاوخوا ۷ بجې په داسې حال کې موندل شوی چې پر بدن یې د شکنجې او تاوتریخوالي نښې ښکارېدې. دا ښيي چې دغه سړی احتمالا وژل شوی دی.
سرچینو د دغه کس هویت «وحید» ښودلی او ویلي یې دي چې هغه د پروان مرکز، چاریکار ښار د ګلغونډۍ ښارګوټي اصلي اوسېدونکی و. هغه یو پنځوس کلن سړی و چې اوس یې کورنۍ د هغه په ویر ناسته ده.
تر اوسه د دې احتمالي وژنې لامل او انګیزه نه ده روښانه شوې او د عاملینو هویت یې هم نه دی مشخص شوی. په سیمه کې د طالبانو امنیتي ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او د پېښې د څرنګوالي په اړه څېړنې روانې دي.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې په ټول هېواد کې هېوادوال د هدفي وژنو، جنايي پېښو، ناامنیو او وسله والو غلاوو له زیاتېدو سخت اندېښمن دي. دوی له طالبانو له حکومته غواړي چې د امنیت د ټینګښت او له جرمونو سره د مبارزې لپاره جدي اقدامات وکړي.
راپور همداراز په کابل کې یوې بلې ورته او بوږنوونکې پېښې ته هم اشاره کوي چې په کې یوه ځوانه نجلۍ په ډېر وحشت سره وژل شوې او پر بدن یې د وهلو ټکولو او چاقوګانو د ضربو نښې لیدل شوې دي.
سرچینه: ۸صبح ورځپاڼه
🌐