په ژنیو کې د افغانستان دایمي استازي او سفیر نصیر احمد اندیشه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د لګښتونو او بودیجې د دقیقې بیا کتنې غوښتنه کړې ده. هغه ټینګار کړی چې د بودیجې هر ډول کمښت باید د بشري حقونو او د ښځو د ملاتړ د حیاتي برخو د کوچني کیدو لامل نه شي.
ښاغلي اندیشه د پنجشنبې په ورځ، د تلې په ۲۳مه، پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د یوناما د ماموریت د یو کلن ماموریت د بیا کتنې په چوکاټ کې، د ملګرو ملتونو سرمنشي د دغه بنسټ د بودیجې او کارکوونکو د شمېر د کمولو په اړه غور کوي.
د دغه افغان دیپلومات په وینا، یوناما شاوخوا ۱۲۰۰ کارکوونکي لري، چې نږدې ۴۰۰ یې نړیوال کارکوونکي دي. هغه زیاته کړه چې د هر نړیوال کارکوونکي کلنی معاش او امتیازات شاوخوا ۲۰۰ زره ډالرو ته رسېږي او د یوناما د بودیجې لویه برخه په معاشونو، لوژستیکي لګښتونو او امنیتي مصارفو لګول کېږي، چې باید د سپما لپاره وڅېړل شي.
په سویس کې د افغانستان سفیر ټینګار وکړ چې د لګښتونو کمول باید د افغان محلي کارکوونکو د بستونو د حذف په بیه تمام نه شي، ځکه دغه کارکوونکي د یوناما د فعالیتونو په پلي کولو کې مهم رول لري.
هغه په ځانګړې توګه د بشري حقونو او د ښځو د ملاتړ د برخو پر ساتلو او پیاوړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې د بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو خراب وضعیت ته په کتو، د دغو برخو کمول به د منلو وړ نه وي.
نصیر احمد اندیشه په پای کې وویل چې د یوناما د بودیجې کمول باید د افغان ولس په وړاندې د نړیوالې ټولنې د ژمنو د کمېدو په مانا نه وي او نړۍ باید د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکړي.
سرچینه: د نصیر احمد اندیشه ایکس پاڼه
🌐