ناصر احمد فایق د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې ټینګار وکړ چې طالبان یوازې یو سیاسي لوری دی او افغان ښځې باید د راتلونکي سیاسي بهیر برخه وي.

هغه څرګنده کړه چې نړیواله ټولنه باید ښځې یوازې د قربانیانو په توګه ونه ویني، بلکې هغوی د ټولنې مشران او سیاسي فعالان دي چې باید مستقیم رول ولري.

فایق زیاته کړه چې د ښځو له معنی لرونکي ګډون او عدالت پرته د پایدارې سولې ترلاسه کول ناشوني دي.
#دښځو_حقونه #ملګري_ملتونه

Author