د یمن د نړیوال په رسمیت پېژندل شوي حکومت په وینا، لږ تر لږه ۱۵۱ مسافر چې د یمن هوایي شرکت په یوه الوتکه کې قاهرې ته روان وو، د جمعې په ورځ د عدن په نړیوال هوايي ډګر د حوثي یاغیانو له خوا د دوو توغول شویو توغندیو له برید څخه په لنډ واټن روغ ووتل.

د یمن د اطلاعاتو وزارت په یوه بیانیه کې ویلي، چې د یمن هوایي شرکت الوتکه د الوتنې لپاره چمتو کېده چې "ترهګرې حوثي ملیشې" پر هوايي ډګر دوه توغندي وتوغول. په بیانیه کې ویل شوي چې توغندي له الوتکې څخه شاوخوا ۵۰۰ متره او د ځغاستلیکې له مرکز څخه شاوخوا ۱۰۰ متره لرې ولګېدل.

دې برید د یوې لویې بشري ناورین د رامنځته کیدو ویره پیدا کړې ده. عدن د یمن د حکومت لنډمهاله پلازمېنه ده، چې له کلونو راهیسې د ایران پلوه حوثي غورځنګ سره په جګړه کې ښکېل دی.

د یمن د اطلاعاتو وزارت دا برید په کلکه وغانده او ویې ویل: "هغه څه چې وشول یوازې پر یوه ملکي هوايي ډګر برید نه و، بلکې د مسافرو او د الوتنې د عملې ژوند، د هوايي چلند خوندیتوب ته مستقیم ګواښ او د نړیوالو قوانینو او نورمونو ښکاره سرغړونه وه."

دا پیښه یو ځل بیا هغه خطرونه په ګوته کوي چې د یمن کورنۍ جګړه ملکي وګړو او حیاتي زیربناوو ته رامینځته کوي. حوثیانو، چې د پلازمینې صنعا او د هیواد د شمال ډیری برخې کنټرولوي، پخوا یې هم په یمن او ګاونډیو هیوادونو کې پر ملکي اهدافو ورته بریدونه کړي دي.

نړیوالې ټولنې په پرله پسې ډول پر ملکي اهدافو د بریدونو د بندولو او په یمن کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د سیاسي حل لارې موندلو غوښتنه کړې، هغه جګړه چې ملګرو ملتونو د نړۍ ترټولو بد بشري بحران بللی دی.

سرچینه: خبري اژانسونه

🌐

Author