د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپله ټولنیزه شبکه کې ادعا کړې چې د هرمز تنګي له لارې د تېلو لېږد د جګړې تر پیل مخکې کچې هم لوړ شوی دی. خو د شننونکو په باور، لا څرګنده نه ده چې ټرمپ دا معلومات له کومې سرچینې ترلاسه کړي دي.
امریکایي رسنیو ویلي، ټرمپ د تېلو په لېږد کې د هر ډول خنډ یا کموالي پړه پر ایران اچوي، په ځانګړي ډول داسې مهال چې په امریکا کې د منځمهاله ټاکنو لپاره چمتووالی روان دی. نوموړی هڅه کوي له دې موضوع څخه د یوې سیاسي وسیلې په توګه کار واخلي.
دا لومړی ځل نه دی چې ټرمپ داسې ادعاوې کوي. هغه تر دې مخکې هم ویلي وو چې امریکا د هرمز تنګي بشپړ کنټرول په لاس کې لري او ایران نه شي کولای خپل تېل صادر کړي.
د چارو د شننونکو په باور، ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د تېلو لوړې بیې په امریکا کې د هغه لپاره یوه کورنۍ او سیاسي ستونزه ګرځېدلې ده.
د نومبر درېیمې منځمهاله ټاکنو ته په نږدې کېدو سره، د تېلو د بیو موضوع د ټرمپ او جمهوري غوښتونکي ګوند لپاره یوه سیاسي زیانمنونکې مسئله بلل کېږي. د ګازو لوړې بیې د امریکایي کورنیو پر بودیجې فشار راوړي او کولای شي د ټاکنو پر پایلو اغېز وکړي.
شنونکي په دې باور دي چې د امریکایانو لپاره د تېلو لوړې بیې یوازې د بهرني سیاست موضوع نه ده، بلکې یوه کورنۍ مسئله ده چې پر خلکو او سیاسي وضعیت مستقیم اغېز لري، او ټرمپ په دې څرګندونو سره هڅه کوي چې اندېښنې کمې کړي.
سرچینه: امریکایي رسنۍ
🌐