رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د هرمز تنګي له تړل کېدو سره له شل زرو ډېر سمندر مزي په فارس خلیج کې بند پاتې دي. دا کسان شاوخوا دوه زره کښتیو کې دي او نه شي کولی خپلې کښتۍ پرېږدي.

دا سمندر مزي د خوړو او څښاک پاکو اوبو له جدي کمښت سره مخ دي او په یوه جنګي سیمه کې د خپل ناڅرګند برخلیک په اړه وېره لري. د ټرانسپورټي کارګرانو نړیوال فدراسیون د دې کسانو وضعیت خورا ناوړه بللی او د بیړنۍ مرستې غوښتنه یې کړې ده.

تهران د امریکا او اسراییلو تر بریدونو وروسته د تیلو د لېږد دا مهم مسیر تړلی دی. د کښتیو مالکان باید د خپلو کښتیو د ایستلو لپاره د ایران لخوا د جوړ شوي جوازونو له پېچلي سیسټم سره مبارزه وکړي چې دې چارې بحران لا پسې زیات کړی دی.

#فارس\_خلیج #هرمز\_تنګی #سمندر\_مزي

🌐

Author