په تخار ولایت مرکز تالقان ښار کې د طالبانو ښاروالۍ د ۲۰۰ څخه د زیاتو نجاریو او لرګیو پلورنځیو څښتنانو ته امر کړی چې خپل دوکانونه تخلیه او خپل فعالیتونه له ښاره بهر انتقال کړي. دا اقدام د بدیل ځای له برابرولو پرته شوی او د سلګونو کورنیو اندېښنې یې راپارولي چې له دې لارې خپله روزي ګټي.

یو شمېر نجارانو او لرګي پلورونکو د دوشنبې په ورځ، د لړم په ۱۱مه، افغانستان انټرنشنل ته وویل چې په دې امر کې د "سرک اول سرای سنګ" په سیمه کې تر ۲۰۰ زیات دوکانونه او ۱۰ د لرګیو سرایونه شامل دي. دوی وايي چې د طالبانو ښاروال له دوو اونیو راهیسې د کار ځایونو د سمدستي تخلیې لپاره فشارونه زیات کړي او خبرداری یې ورکړی چې که انکار وکړي، په زور به وایستل شي.

دې ناڅاپي پرېکړې کسبګر له بې برخلیکۍ سره مخ کړي دي. د هغوی په وینا، ښاروالۍ د دوی د فعالیتونو د دوام لپاره هیڅ حل لاره یا بدیل ځای نه دی وړاندیز کړی. دې موضوع سلګونه کورنۍ چې د دې کارځایونو په عاید متکي دي، د بېکارۍ او اقتصادي ستونزو په درشل کې درولي دي.

په یوه خپل

جوشه اقدام کې، یو شمېر کسبګرو د دې ستونزې د لنډمهاله حل لپاره د "آهن دره" په سیمه کې یوه ټوټه ځمکه د پنځو کلونو لپاره په اجاره نیولې او اوس یې په خپل منځ کې د وېشلو په حال کې دي. په هرصورت، دوی ټینګار کوي چې دا ځمکه د ټولو نجارانو د ځایولو وړتیا نه لري او لنډمهاله اجاره یو پایدار حل نه دی او ممکن په راتلونکي کې نورې ستونزې رامنځته کړي.

په تالقان ښار کې ځینې سرچینې وايي چې دا پرېکړه د ښار د کوچنيوالي او په مرکز کې د بېلابېلو کسبونو د تمرکز له امله شوې ده. خو منتقدین ټینګار کوي چې ښاروالۍ باید د داسې امر له پلي کولو مخکې د دې کسبګرو د لېږد لپاره یو مناسب ځای په پام کې نیولی وای ترڅو د دې کورنیو لپاره د اقتصادي بحران مخه ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده چې په تالقان کې د نجاریو او لرګیو پلورنځي د اور لګېدنې له خطر سره مخ دي. په وروستیو کلونو کې په دې سیمه کې څو ځله پراخ اورلګېدنې رامنځته شوي چې درانه مالي زیانونه یې اړولي او تل یې د ښار د اوسېدونکو اندېښنې راپارولي دي.

سرچینه: افغانستان اینترنشنال

🌐

Author