د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر، ژان نوویل بارو، په پاریس کې له یو شمېر افغان مېرمنو سره په لیدنه کې، په افغانستان کې د "سیستماتیک محرومیت سیاست" پر وړاندې د خپل هېواد پر کلک ملاتړ ټینګار کړی دی.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ویاند، پاسکال کانفاورو، د دوشنبې په شپه، د لړم پر ۱۱مه، په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې دا لیدنه د "برابرۍ لپاره اقدام" په نوم غونډه کې ترسره شوې، چې د ماري-کلیر فکري مرکز له خوا جوړه شوې وه. په یوه خپره شوې بیانیه کې راغلي چې د سیستماتیک محرومیت سیاست د میلیونونو ښځو او نجونو راتلونکی او په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات هر ډول لیدلوری له خطر سره مخ کوي.
د بیانیې له مخې، د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر اعلان وکړ چې د طالبانو له خوا د کابل له سقوط راهیسې، فرانسې په ګاونډیو هېوادونو کې د ویزو په صادرولو سره ۱۷ زره افغان نارینه او ښځو ته خپلې خاورې ته د ننوتلو زمینه برابره کړې ده.
هغه همداراز د افغانستان له خلکو سره د پام وړ بشري مرستو خبر هم ورکړ. په دې مرستو کې د ۱۰۰ زره روغتیايي مشورو ورکول، د شدیدې خوارځواکۍ سره مخ درې زره تر پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته رسیدګي، ۳۵ زره نجونو ته د باکیفیته زده
کړو خدماتو ته لاسرسی او د نږدې ۱۰۰ زره ټنه اړینو بشري مرستو لېږدولو شپږ عملیات شامل دي.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر په دې لیدنه کې همداراز په افغانستان کې د بشریت ضد جرمونو د پېژندلو او مستند کولو لپاره د خپلو اروپایي شریکانو په همکارۍ د پاریس د هڅو یادونه هم وکړه. هغه وویل چې دې هڅو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا دې ته اړ کړې چې یو خپلواک نړیوال میکانیزم جوړ کړي.
ښاغلي بارو زیاته کړه چې فرانسې د افغان مېرمنو د ملاتړ لپاره، له څو نورو هېوادونو سره یوځای، د جرمونو په نړیواله محکمه (ICC) کې یو بهیر پیل کړی چې د طالبانو د څو چارواکو پر وړاندې د نیولو حکمونو د صادرېدو لامل شوی دی.
سرچینه: د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت
🌐