د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې له طالبانو سره د بې‌اسنادو افغان کډوالو د اېستلو په اړه تخنیکي خبرې په هېڅ ډول د دغه رژیم د په رسمیت پېژندلو په مانا نه دي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د دغه وزارت ویاند پاسکال کنفاورو وویل چې فرانسه طالبان په رسمیت نه پېژني او د دې کار هېڅ اراده نه لري، او دغه تخنیکي خبرې د پاریس په رسمي دریځ کې بدلون نه راولي.

نوموړي د فرانسوي رسنیو ځینې راپورونه رد کړل او زیاته یې کړه چې اوسمهال په پاریس کې د افغانستان په کونسلګرۍ کې د طالبانو هېڅ پلاوی شتون نه لري.

دا موضوع وروسته له هغه څرګنده شوه چې د فرانسې د کورنیو چارو وزیر لوران نونز د دوشنبې په ورځ تایید کړه چې هېواد یې د افغان کډوالو د اېستلو د اسانتیا لپاره له طالبانو سره خبرې پیل کړې دي.

فرانسه د اروپايي ټولنې له نږدې ۲۰ غړو هېوادونو لکه جرمني، بلجیم او سوېډن سره یوځای شوې ده ترڅو د هغو افغانانو بېرته ستنول چټک کړي چې قانوني اسناد نه لري یا په محکمو کې محکوم شوي دي. تر دې وړاندې په جون میاشت کې په بروکسل کې د طالبانو او د ۱۵ اروپايي هېوادونو د استازو ترمنځ د کډوالو پر اېستلو خبرې شوې وې چې د بشري حقونو د ډلو له سخت مخالفت سره مخ شوې وې.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر فولکر تورک د سپټمبر په میاشت کې په افغانستان کې د بشري حقونو پر خرابېدونکي وضعیت اندېښنه وښوده او د افغانانو د اجباري اېستلو د درولو غوښتنه یې وکړه، ځکه د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز لګولی دی او نړیوالې جنايي محکمې هم د دغې ډلې د مشرانو د نیولو حکمونه صادر کړي دي.

سرچینه: د فرانسې خبري اژانس

🌐

Author