د پاراګوای ولسمشر سانتیاګو پنیا د «اوئنو بانک» له ناڅاپي سقوط وروسته چې د هېواد د نیمایي وګړو شتمنۍ پکې وې، له خپلې دندې استعفا وکړه.
د رویټرز د راپور له مخې، د دغه بانک سقوط په یو ۶٫۵ میلیوني هېواد کې درې میلیونه پیرودونکي خپلو بانکي حسابونو ته له لاسرسي بېبرخې کړي دي.
یاد بانک د پانګې د سخت کمښت له امله د مالي چارواکو له لوري تر مدیریت او تصفیې لاندې راغلی او خپل ټول فعالیتونه یې درولي دي.
سانتیاګو پنیا، چې د اوئنو بانک د اصلي کمپنۍ له ونډهوالو څخه و، تر سختو فشارونو وروسته د خپلې استعفا پرېکړه اعلان کړه.
پنیا په دې اړه وویل: «زه دا کار د خپل هېواد د ثبات او ټولنیزې سولې په پام کې نیولو سره کوم.» ترڅو د کړکېچ مخه ونیول شي.
دغه پېښې په پاراګوای کې ژور اقتصادي او سیاسي بحران رامنځته کړی او خلک په سختې اندېښنې کې خپلو شتمنیو ته د لاسرسي په تمه دي.
سرچینه: رویټرز
🌐