د افغانستان د ولسي جرګې د پخواني غړي سید مصطفی کاظمي کورنۍ د بغلان د خونړۍ چاودنې په تلین کې د شفافې څېړنې او د پېښې د عاملینو د پېژندنې غوښتنه کړې ده. په دغه چاودنه کې چې د ۱۳۸۶ کال د عقرب په ۱۵مه وشوه، کاظمي له خپلو پنځو پارلماني ملګرو او لسګونو ملکي وګړو سره ووژل شو.
د مصطفی کاظمي زوی جمال کاظمي د امو ټلویزیون ته ویلي چې دوی له جدي پوښتنو سره مخ دي. هغه پوښتنه وکړه چې ولې د پلاوي امنیت سم نه و نیول شوی، ولې د سیمې د امنیت مسوول په هماغه ورځ کابل ته وغوښتل شو او ولې د پېښې په اړه رڼې څېړنې ونه شوې.
د راپورونو له مخې، په دې پېښه کې درانه ځاني زیانونه اوښتي وو. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ۲۰۰۷ کال کې د وژل شویو کسانو شمېر لږترلږه ۶۴ تنه وباله. ملګرو ملتونو په ۲۰۰۸ کال کې خبر ورکړ چې د ۵۲ ماشومانو زدهکوونکو او ۵ ښوونکو په ګډون نږدې ۷۰ کسان وژل شوي دي، که څه هم ځینو کورنیو رسنیو دا شمېر له ۸۰ زیات یاد کړی و.
افغان سیاسي څېرو هم د کاظمي د سیاسي اخلاقو او کارنامې یادونه کړې ده. مارشال عبدالرشید دوستم د کاظمي هوښیارتیا او سیاسي زغم ستایلی دی. دغه راز د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود ویلي چې کاظمي یو مدبر او ولسي سیاستوال و چې سیاست یې د خلکو د خدمت لپاره وسیله ګڼله.
مصطفی کاظمي په ۱۳۴۲ لمریز کال کې په پروان ولایت کې زېږېدلی و او په جهادي او سیاسي جریانونو کې یې فعالیت درلود. هغه د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ له ړنګېدو وروسته د بن په کنفرانس کې ونډه واخیسته، د سوداګرۍ وزیر شو او وروسته یې په پارلمان کې د ملي اقتصاد د کمېسیون مشري وکړه.
سره له دې چې له دغې پېښې ډېر کلونه تېر شوي، خو تر اوسه هېڅ ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی او د بغلان د چاودنې دوسيه لا هم بې ځوابه پاتې ده.
سرچینه: امو ټلویزیون
🌐