د فرانسې څخه د اروپايي پارلمان استازي منیر ستوري ویلي چې د افغان پناه‌غوښتونکو د بېرته ستنولو لپاره له طالبانو سره خبرې د اروپا له دموکراتیکو اصولو سره په ټکر کې دي. هغه دا چاره د طالبانو د رسمیت نه پېژندلو له رسمي دریځ سره متضاده وبلله.

ښاغلي ستوري د یوروپ اکولوژي په وېبپاڼه کې لیکلي چې په دې اړه نه د اروپايي ټولنې په شورا کې بحث شوی او نه هم د پارلمان له خوا تصویب شوې ده. هغه زیاته کړه چې طالبان د کډوالو منلو په بدل کې په سفارتونو کې استازي او اقتصادي مرستې غواړي.

دغه استازي څرګنده کړه چې د کډوالۍ ضد حساسیت د ډنمارک او جرمني په څېر هېوادونو منځلاري حکومتونه هم نیولي دي. د هغه په وینا، دې کار د دې لامل شوی چې اروپايي کمېسیون خپل بنسټیز اصول شاته وغورځوي.

هغه خبرداری ورکړ چې که له بشري سرغړونو سره سره له طالبانو سره معامله وشي، ښايي اروپايي هېوادونه په راتلونکي کې له روسیې او ایران سره هم ورته چلند وکړي، چې دا یو بشپړ تضاد دی.

ستوري د بشري حقونو په فرعي کمېټه کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ حضور ته اشاره وکړه او ویې ویل چې ټولو لورو د ښځو په ګډون په افغانستان کې بشري وضعیت خورا ناورین‌زیږونکی بللی دی.

هغه همداراز له ۲۰۲۳ کال راپدېخوا له ایران او پاکستان څخه د ۶ میلیونه افغان کډوالو جبري اخراج ته اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ چې له اروپا څخه د پناه‌غوښتونکو شړل یو غیرمسوولانه او غیرانساني ګام دی.

سرچینه: یوروپ اکولوژي

🌐

Author