د طالبانو اړوندو رسنیو راپور ورکړی چې د طالبانو حکومت د چاپیریال ساتنې ادارې پلاوی به په ترکیه کې د ملګرو ملتونو د اقلیم بدلون په یو دېرشمې غونډه یا کاپ ۳۱ کې ګډون ونه کړي. د دې ادارې چارواکو منلې ده چې د ملګرو ملتونو کنوانسیون دوی ته بلنلیک نه دی استولی.

د طالبانو اړوندې حریت راډیو ویلي چې کوربه هېواد ترکیې طالبانو ته د مېلمه په توګه بلنه ورکړې وه، خو د ملګرو ملتونو د رسمي بلنې پرته په دغه نړیواله غونډه کې د دوی د استازو ګډون لغوه شوی دی.

د کاپ ۳۱ نړیواله غونډه د لړم په ۱۸مه نېټه د ترکیې په انتالیا ښار کې پیل شوې او د همدې میاشتې تر ۲۹مې به دوام وکړي. طالبانو له دې وړاندې یوازې یو ځل په ۲۰۲۴ کال کې د باکو په کاپ ۲۹ غونډه کې د مېلمه په توګه برخه اخیستې وه.

طالبان تېر کال هم په برازیل کې د کاپ ۳۰ غونډې ته نه وو بلل شوي او سږ کال هم له دغه مهم نړیوال اقلیمي کنفرانس څخه لیرې ساتل شوي دي.

افغانستان په نړۍ کې د اقلیمي بدلون له امله یو له شپږو زیانمنو هېوادونو ګڼل کېږي، خو له دې سره سره چې د شنو خونو ګازونو په تولید کې ډېره کمه ونډه لري، د ځمکې د تودوخې له ناوړه پایلو سخت زیانمن شوی دی.

پر کرنې د افغانستان د اقتصاد دروند تکیه، دوامداره وچکالي، ویجاړوونکي سېلابونه او اقلیمي بې‌ځایه کېدنه د دې لامل شوي چې د هېواد بشري او اقتصادي بحران لا پسې زیات شي.

سرچینه: حریت راډیو

🌐

Author