د خيبر پښتونخوا د پوليسو په يوه رسمي اعلاميه کې راغلي چې د امنيتي ځواکونو او پاکستاني طالبانو (ټي‌ټي‌پي) ترمنځ نښته کې ۱۰ پوليس او ۱۸ وسله‌وال وژل شوي دي. په دغه پېښه کې ۱۲ نور پوليس سرتېري ټپيان شوي هم دي.

د خيبر پښتونخوا د پوليسو په وينا، دا نښته د کوهاټ ښار ته څېرمه د هغو کسانو پر ضد له ګډو عملياتو وروسته رامنځته شوه چې په ناقانونه توګه يې د سرو زرو استخراج کاوه. امنيتي ځواکونه له عملياتو څخه د ستنېدو پر مهال تر بريد لاندې راغلل.

په اعلاميه کې زياته شوې چې دا بريد د هغو کسانو په لمسون ترسره شو چې پوليسو جنايتکاره عناصر بللي دي. پوليس وايي، دا پېښه په ډاګه کوي چې د جنايتکارې مافيا او ټي‌ټي‌پي ترمنځ يوه منظمه او نږدې همکاري شتون لري.

د خيبر پښتونخوا پوليسو ټينګار کړی چې د وسله‌والو او جنايتکارې مافيا له اسانتيا برابرونکو سره به هيڅ ډول نرمي ونه شي او غيرقانوني فعاليتونو ته به اجازه ورنه کړل شي. دوی وويل چې د دغو ډلو پر وړاندې به کوټلي ګامونه پورته شي.

خيبر پښتونخوا د پاکستان له ناامنه سيمو ګڼل کېږي او اسلام‌اباد ادعا کوي چې وسله‌وال د افغانستان له خاورې په ګټې اخستنې بريدونه پلانوي، خو کابل دا ادعاوې تل رد کړې دي.

د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ اړيکې د تېر کال په تلې مياشت کې د سرحدي نښتو او لارو له تړل کېدو وروسته ترينګلې شوې. طالبان په پاکستان کې له وسله‌والو ملاتړ ردوي او متقابلاً اسلام‌اباد د خپلو مخالفو ډلو په ملاتړ تورنوي.

سرچینه: د خیبر پښتونخوا پولیس

🌐

Author