د طالبانو حکومت د «امربالمعروف او نهی عنالمنکر قانون» د افغانستان د ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو په تدریسي نصاب کې شامل کړی دی. دوو باخبرو سرچینو د جمعې په ورځ، د لړم په ۲۲مه، ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې دغه پرېکړه د طالبانو د مشر ملا هبتالله اخوندزاده د امر پر بنسټ شوې ده.
د معلوماتو له مخې، که څه هم د دې قانون د شاملولو پرېکړه شپږ میاشتې وړاندې شوې وه، خو عملي پړاوونه یې تازه په کندهار او نورو ولایتونو کې پیل شوي دي. د طالبانو د لوړو زدهکړو وزیر ندامحمد ندیم ټولو پوهنتونونو ته لارښوونه کړې چې یاد قانون د چپټر په بڼه تدریس کړي.
سرچینې زیاتوي چې د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت د امربالمعروف وزارت په همکارۍ په دولتي او شخصي پوهنتونونو کې محصلینو ته د دې قانون د پېژندنې په موخه د سمینارونو جوړول پیل کړي دي.
د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، د دغو سمینارونو له بشپړېدو وروسته به محصلینو ته د تدریسي نصاب په اډانه کې د امربالمعروف قانون ورزده کړل شي. د دې اقدام اصلي موخه د قانون له موادو سره د محصلینو او عامو خلکو بلدتیا بلل شوې ده.
پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، په هېواد کې ښوونیز او تدریسي نصاب د دوی د تګلارو سره سم بدل شوی او ګڼ شمېر پخواني مضامین ترې ایستل شوي دي.
دا ګام داسې مهال پورته کېږي چې د امربالمعروف دغه قانون تر دې وړاندې د بشري حقونو د نړیوالو بنسټونو له کلکو غبرګونونو سره مخ شوی و.
سرچینه: ۸صبح ورځپاڼه
🌐