د هند د کډوالۍ ادارې مامورینو د اترپردېش ایالت په سونولي پوله کې یوه اندونیزیاوۍ ښځه چې ځان یې د کلکتې اوسېدونکې باله، نیپال ته د تېرېدو پر مهال ونیوله.

د ځايي رسنیو د راپور له مخې، دا پېښه په مهاراج‌ګنج ولسوالۍ کې شوې، چیرته چې د پولې ساتونکو چارواکو پر نوموړې د تګ راتګ پر مهال شک وکړ.

د کډوالۍ ادارې چارواکي هغه مهال شکمن شول چې دې ښځې د پوښتنو ګروېږنو پر وخت په هندي ژبه سمه خبرې ونشوای کړای.

نیول شوې ښځې خپل نوم «لي کیم لین» ښودلی او ادعا یې کړې چې د یوې داسې غیردولتي موسسې مشره ده چې بودايي راهبانو ته چین ته د سفر زمینه برابروي.

هندي چارواکي د دې ښځې د اسنادو او له چین سره د هغې د احتمالي اړیکو په اړه لا زیاتې څېړنې کوي.

سونولي د هند او نیپال ترمنځ یوه له مهمو ځمکنیو لارو څخه ده چې د تګ راتګ سخت کنټرول پکې روان وي.

سرچینه: هندي رسنۍ

🌐

Author