د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا په مسکو کې یوې خبري ناستې ته وویل چې په افغانستان کې د ترهګرۍ بشپړ له منځه وړل او د وضعیت ثبات خورا مهم دی. هغې زیاته کړه چې د داعش خراسان څانګې په ګډون نړیوالې ډلې په افغانستان کې فعاله دي.

زاخارووا څرګنده کړه چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه باید له هر ډول پټو اجنډاو او نیتونو پرته پر مخ یوړل شي. هغې وویل چې مسکو د سیمه‌ییزو ستونزو لپاره پر سیمه‌ییزو حل‌لارو تکیه کوي او پر دې اصل ټینګار لري.

د هغې په وینا، روسیه تل چمتو ده چې د ترهګرۍ ضد مشخصو اقداماتو په اړه خبرې وکړي او د ګډو هوکړو له لارې مرسته ورسره وکړي. هغې د مسکو فارمټ تر ټولو ټولګډونه میکانیزم وباله چې ګڼ سیمه‌ییز هېوادونه پکې شتون لري.

زاخارووا پاکستان په جنوبي اسیا کې د روسیې مهم شریک وباله او زیاته یې کړه چې مسکو د طالبانو او اسلام‌اباد ترمنځ روان تاوتریخوالی څاري. هغې وویل که دواړه لوري وغواړي، مسکو چمتو دی د دوی ترمنځ د خبرو زمینه برابره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي د داعش ډلې د نظامي وړتیاوو پر دوام او له هېواده بهر پر تمویلېدو خبرداری ورکړی و. ملګرو ملتونو د پرمختللو تجهیزاتو لکه بې‌پیلوټه الوتکو ته د دې ډلې د لاسرسي خبر هم ورکړی دی.

طالبان تل په افغانستان کې د داعش یا نورو ترهګرو ډلو شتون ردوي او ټینګار کوي چې دغه ډله یې له منځه وړې ده.

سرچینه: د روسیې د بهرنیو چارو وزارت

🌐

Author