د اسرائیلو د نوي حکومت د جوړولو مامور ګادي ایزنکوټ په لوېدیځه غاړه کې پر فلسطیني کلیو د اسرائیلي مېشتځایونو د اوسېدونکو بریدونه «یهودي تروریزم» بللی دی. هغه د بنیامین نتنیاهو د کابینې دوه توندلاري وزیران تورن کړل چې خپلو سیاستونو سره یې دغو تاوتریخوالو ته لمن وهلې ده.
د رویټرز د راپور له مخې، د څو فلسطیني کلیو اوسېدونکو ویلي چې تندلارو د یکشنبې په سهار د فلسطینیانو موټرونه وسوځول او پر دېوالونو یې نژادپال شعارونه ولیکل. د رویټرز خبریالانو رامالله ته څېرمه سوځېدلي موټرونه او د «غچ» او «مرګ پر عربانو» لیکل شوي شعارونه لیدلي، خو تر اوسه د چا د ټپي کېدو خبر نه دی ورکړل شوی.
ایزنکوټ وویل چې توندلارې ډلې د کورونو او موټرو په سوځولو سره د خلکو ژوند په خطر کې اچوي او سیمهییز ثبات ته زیان رسوي. هغه څرګنده کړه چې د ایتامار بن ګویر او بزالل اسموتریچ سیاستونو لوېدیځه غاړه د ګډوډۍ څنډې ته رسولې ده.
د اسرائیلو د بهرنیو چارو وزیر ګیدئون ساعر دا بریدونه غندلي او دا یې د منلو وړ نه دي بللي. ورته مهال، د اسرائیلو پوځ او پولیسو اعلان کړی چې پلټنې یې پیل کړي او دیرالسودان، دیر ابومشعل، کفر مالک او التواني سیمو ته ځواکونه استول شوي دي.
په پارلمان کې د عرب ګوندونو مشر یوسف جبارین دا تاوتریخوالی د اشغال د دوام پایله وبلله. بل لور ته، بن ګویر پر ایزنکوټ نیوکه کړې چې د عرب ګوندونو د ملاتړ ترلاسه کولو په موخه دا بریدونه غندي.
د ۱۴۰۲ لمریز کال د تلې میاشتې راهیسې په لوېدیځه غاړه کې دا ډول پېښې ډېرې شوې دي او دا مهال ایزنکوټ د ۱۲۰ څوکیو لرونکي پارلمان کې د اکثریت د برابرولو لپاره له سیاسي ستونزو سره مخ دی.
سرچینه: رویټرز
🌐